له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستنې په اړه کاناډا کې د مېشتو افغانانو غبرګون

نوومبر 5, 2023

کاناډا کې مېشتو افغانانو له پاکستانه د افغان کډوالو ايستلو په اړه د یکشنبې ورځ (د نومبر ۵مه) اعتراضي غونډه وکړه.

په یاده غونډه کې عبدالجبار نعيمي، شينکۍ کړوخېل، په کاناډا کې د افغان پيوستون ټولنې مشر يار نعيمي، احسان‌الله ضیاء، محمدنذير احمدزي، نسیمې نيازۍ او حبيب‌الله قادري خبرې وکړې.

ویناوالو له نړۍواله ټولنې وغوښتل چې د پاکستان د يو اړخيزې پرېکړې مخه ونيسي او نړیوال بايد په دغه ساړه ژمي کې د افغان کډوالو ژوند هېر نه کړي او د هغوی لاسنيوی دې وکړي.

هغوی دغه راز نیوکه وکړه چې پاکستان تل د افغان کډوالو له موجوديت سياسي استفاده کړې ده؛ که تاريخ هېر نه شي، دا د پاکستان لومړی ظلم نه دی چې پر افغانانو يې کوي، همدغه پاکستان و چې د افغانانو له هر قوم او ژبې يې بېل بېل رهبران جوړ کړل او بیا یې له يو بل سره وجنګول.

د غونډې په پای کې یو پرېکړه‌لیک هم صادر شو چې لاندې ټکي په کې راغلي دي:

۱-  د پاکستان تصميم يو اړخيز دی؛ دغه تصمیم باید پاکستان، ملګرو ملتونو او د افغانستان سرپرست حکومت په ګډه نيولی وای.

۲-  ملګري ملتونه، متحده ايالتونه، کاناډا او اروپايي ټولنه بايد په افغانستان کې له کډوالو سره د سرپناه او نورو برخو کې مرستې وکړي.

۳- نړیوالې مرستندويې ټولنې دې د کډوالو نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو او روغتيايي خدمتونو زمینې برابرولو، خوراکي توکو او پوښاک برخو کې مرستې وکړي.

۴- د پاکستان حکومت دې له کډوالو سره په درنښت چلند وکړي او نور دې له کډوالو سره د چلند برخه کې نړېوال قوانین نه نقضوي.

۵- افغان کډوالو ته دې وخت ورکړي چې خپل مالي حسابونه په ارامۍ تصفیه کړي.

Views: 43