په کاناډا کې د قاري برکت الله سليم د فاتحې مراسم

فبروري 12, 2024

د افغان پيوستون ټولنې او د الانصار اسلامک سنټر له خوا د استاد قاري برکت الله سليم روح ته د ايصال ثواب په موخه د يکشنبې په ورځ د کاناډا د ټورنټو ښار په انصار جومات کې فاتحه واخيستل شوه.

په فاتحه کې د ټورنټو ميشتو سلګونو افغانانو برخه اخیستي وه او دوی د شيخ القرآن بركت الله سلیم مړينه د افغانانو لپاره نه ډکیدونکې تشه وبلله.

د کندوز پخواني والي عبدالجبار نعیمي وصال ټلویزیون ته وویل د قاری برکت الله سليم مړینه نه یوازی د افغانانو، بلکی د ټولی اسلامی نړۍ لپاره یوه لویه ضایعه ده. د ده په خبره چې قاری برکت الله سلیم د اسلامی نړۍ په کچه د قران کریم د تلاوت په سیالیو کې د لمړی مقام ترلاسه کولو سره د افغانستان نوم ته وړیا وربښلی و.

Views: 15