امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر او د عملي کېدو لارې چارې یې

نوومبر 7, 2024

«اعتدال» خپرونه کې مو دا ځل د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر او د عملي کېدو لارې چارې یې موضوع بحث ته ځانګړې کړې ده.

د امر بالمعروف او نهي عن‌االمنکر قانون توشیح ا انفاذ د یوناما په ګډون د نړۍوالو غبرګونونه او اعتراضونه له ځان سره درلودل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) ویلي چې یاد قانون پر ښځو محدودیتونه لا پراخوي. د یوناما ترڅنګ اروپایي ټولنې، د امریکا متحده ایالتونو، جرمني، کاناډا، اسټرالیا او ځینو نورو هېوادونو هم په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون یوه برخه کې د حجاب په اړه حکمونه بیان شوي او د ښځې د ټول بدن ستر لازمي او د مخ پټول په کې ضروري ویل شوي دي. په قانون کې دغه راز راغلي چې د ښځو غږ (سندرې، نعتونه او قرائت ویل) عورت دی.

د یاد قانون په ۱۷مه ماده کې راغلي چې د رسنیو مسوولین باید له شریعت سره سم داسې مطالب خپاره کړي چې مسلمان ته سپکاوی او د ذي‌روح (ساه‌لرونکي) موجوداتو انځورونه په کې نه ‌وي.

دا چې په اسلامي نظام کې د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر حکم او د عملي کېدو لارې چارې یې څه دي؟ په دې اړه مو نن د بحث لپاره د فقهې او قانون متخصص دوکتور محمدالله صخره، د افغانستان د حج او اوقافو پخوانی وزیر او دیني عالم مولوي محمدقاسم حلیمي او د دیني علومو او د قران حوزې څېړونکی ايت‌الله سيدمحمود هاشمي رامېلمانه کړي چې پام مو ورته را اړوو.

Views: 128