دویمه برخه: ولې له امریکا سره د حکمتیار اړیکې سړې وې او څه ډول په کورنیو جګړو کې ښکیل شو؟

فبروري 22, 2025

د دې خپرونې په لومړۍ برخه کې مو په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو پر رامنځته کیدو او د هغو پر فعالیتونو او دغه‌راز په هېواد کې پر اسلامي نظریو د ولاړو دوو جریانونو او هم ډیموکراتیک جریان د ماتې پر څرنګوالي بحث او خبرې وکړې دي.

دویمه برخه کې مو له انجنیر امین کریم سره د افغانستان د ترټولو پخواني سیاسي ګوند حزب اسلامي په اړه چې مشر یې له شاوخوا نیمې پېړۍ راهیسې ګلبدین حکمتیار دی، خبرې کړې دي.

امین کریم د دغه ګوند د رامنځته کېدو پر څرنګوالي، په جهاد کې د ونډې او له پاکستان سره یې د اړیکو پر کچه غږېدلی دی. دغه‌راز له کریم څخه به دا هم واورئ چې حکمتیار ولې د جهاد په کلونو کې د امریکا له ولسمشر ریګن سره لیدنه رد کړه او په دې اړه د جنرال ضیاالحق سپارښتنه څه وه او ولې له امریکا سره د حکمتیار اړیکې سړې وې او څه ډول په کورنیو جګړو کې ښکیل شو.

دغه خپرونه کې امین کریم د استاد رباني له هغه پلانه هم پرده پورته کړې چې د واک پرمهال یې د پښتنو پرضد په سر کې درلوده.

بشپړه خپرونه د وصال ټلویزیون پر یوټیوب چینل کتلای شئ.

Views: 6