پاکستان ولې تل د افغانستان سوداګریزو توکو پر مخ بندرونه تړي؟

سپتمبر 27, 2025

افغانستان تل شکایت کوي چې پاکستان د مېوو او سبزیجاتو د حاصلاتو پر مهال په بندرونو کې مصنوعي ستونزې جوړوي چې له امله یې افغان لوري ته زیان اوړي. سره له دې چې سږ کال د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ پر څو مشخصو محصولاتو د تعرفو نه لوړولو هوکړه شوې، خو بیا هم د تورخم په ګډون ځینې لارې وخت ناوخت د پاکستان له لوري په بېلابېلو پلمو تړل شوې چې له امله یې افغان سوداګرو ته ډېر مالي زیان اوښتی دی.

دا ستونزه لا هم نه ده هواره شوې؛ تازه په سپین‌بولدک او تورخم کې د افغان سوداګرو پر توکو بار زرګونه لارۍ انتظار ولاړې دي.

دا چې د افغان توکو پر وړاندې د بندرونو تړل کېدو انګېزه او لامل څه کېدای شي، په همدې اړه مو د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګریزې خونې له سلاکار ډاکټر مخلص احمد سره مرکه کړې چې پام مو ورته رااړوو.

Views: 2