پاکستان د افغان سوداګرو ۵ میلیارد ډالره توکي ایسار کړي؛ هره ورځ ۲ میلیون ډالره جریمه

جنوري 1, 2026

پاکستان د نړیوالو سوداګریزو قوانینو خلاف د څه باندې ۵ میلیارد ډالرو افغان سوداګریز او ترانزیټي توکي درولي او افغانستان ته یې د لېږد اجازه نه ورکوي. افغان سوداګر وایي، پر دغو ایسارو توکو هره ورځ شاوخوا ۲ میلیون ډالره جریمه پرېوزي او که دا وضعیت درې میاشتې نور هم دوام وکړي، نو دوی به له نه جبرانېدونکو زیانونو سره مخ شي.

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د سوداګرۍ له بندېدو وروسته، افغانستان خپله سوداګري او ترانزیټ د ایران او د منځنۍ اسیا له لارو زیات کړی، خو افغان سوداګر لا هم په پاکستان کې پر خپلو ایسارو پانګو او توکو ژوره اندېښنه لري. دوی غوښتنه کوي چې پاکستان دې د دوی ولاړ مالونه او کانتینرونه ژر تر ژره خوشې کړي.

دا چې د پاکستان د لارو د بندېدو له امله افغان سوداګرو ته څومره مالي زیان اوښتی، او بدیلې لارې تر کومه بریده خوندي، اغېزمنې او د کراچۍ بندر په پرتله ګرانې تمامېږي، پر همدې موضوع مو د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مدیره‌هېئت له غړي او د ننګرهار د سوداګرو له مشر زلمي عظیمي سره مرکه کړې ده، ستاسو پام ور ته را اړوو.

بشپړه مرکه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب وګورئ!

Views: 3