نړۍ د وصال له کړکۍ؛ په اوټاوا کې غاټول فیسټیوال (Tulip Festival)

مې 16, 2024

د کاناډا په اوټاوا ښار کې د غاټول فیسټیوال چې له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته د نړۍوالې ملګرتیا د سمبول په توګه رامنځته شوی، ترسره شو.

د غاټول فیسټیوال چې په اصل کې د کاناډا ټیلپ فیسټیوال په نوم هم یادېږي او د کاناډایانو لپاره د هالنډ له خوا د ټیلپ تاریخي شاهي ډالۍ په توګه ‎رامنځته شوی، د مې میاشتې په درېیو اونیو کې ترسره او رنګارنګ ګلونه په کې نندارې ته اېښودل کېږي.

دغه فیسټیوال د هالنډ او اروپا په ازادۍ کې د کاناډایي سرتېرو د رول او دغه راز د دویمې نړۍوالې جګړې په لړ کې په اوټاوا کې د هالنډي شهزاده‌ګۍ مارګریټ د زېږون یاد تازه کولو په موخه جوړېږي.

غاټول فیسټیوال له ۱۹۵۳ کال راهیسې د دوستۍ او سولې نړۍوال سمبول په توګه نمانځل کېږي.

د یاد فیسټوال یوه ګډون‌کوونکي عبدالباسط هاشمي وویل، دغه فیسټیوال ته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلک راځي او دلته خپل وخت د رانګارنګ ګلانو په ننداره تېروي.

هغه زیاته کړه: «کاناډایان تل هڅه کوي چې خپل هېواد ته په چاپېریال‌ساتنه کې کار او خدمت وکړي.»

د یاد فیسټیوال ګډون‌والو وویل چې پاک او زرغون چاپېریال ته ټول اړتیا لري او د کاناډا دولت هڅه کوي چې نور داسې پروګرامونه هم ترسره کړي.‎

Views: 14