د انټاریو د زده‌کړو د مرستې پروګرام (OSAP): مالي مرستې، پورونه او د غوښتنلیک پروسه یې

دسمبر 12, 2024

د انټاریو د زده‌کړو د مرستې پروګرام (OSAP) یو مهم پروګرام دی چې د زده‌کړو برخه کې زده‌کوونکو ته د مالي ملاتړ زمینه برابروي؛ زده‌کوونکي کولای شي دغه ملاتړ د پورونو (Loans) او مرستې (Grants) په بڼو ترلاسه کړي.

دا چې د انټاریو د زده‌کړو د مرستې پروګرام (OSAP) د مالي مرستو او پورونو ترلاسه کولو او د دې لپاره د غوښتنلیک پروسه څه ډول ده؟ په دې اړه مو د دې برخې له یوه کارپوه محمدایوب سره ځانګړې مرکه کړې ده.

په مرکه کې مو له نوموړي سره د یاد پروګرام د اهمیت، شرایطو، د پور او مرستې ترمنځ د توپیر، د زده‌کړو د ځنډ یا بندېدو د اغېزو او د پورونو بېرته ورکولو د شرایطو په اړه بحث کړی چې پام مو ورته را اړوو.

Views: 12