ټورنټو کې د ورزشکارانو ټولنې کلنۍ غونډه ترسره شوه

جولای 29, 2024

د کاناډا په ټورنټو ښار کې د اونټاریو ورزشکارانو ټولنې کلنۍ غونډه (جشن) د بېلابېلو برخو ورزشکارانو له خوا د ورزشي حرکتونو په اجرا کولو او هغوی ته د ستاینلیکونو په ورکولو ترسره شوه.

په دغو مراسمو کې چې پرون (د جولای ۲۸مه) ترسره شول، د بېلابېلو ورزشي برخو ګڼو ورزشکارانو ګډون کړی و.

دغه راز، په یادو مراسمو کې ورزشکارانو ځانګړي ورزشي حرکتونه اجرا کړل چې د غونډې ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شول.

دغه ورزشي حرکتونه د ورزش د ارزښت او اهمیت روښانه کولو په موخه وو.

په غونډه کې ورزشکارانو ته د هغوی د هڅو، ژمنو او لاسته‌راوړنو په پار ستاین‌لیکونه هم ووېشل شول او دغه کار د هغوی د لا هڅونې برخه کې مهم وګڼل شو.

دغه راز، په یادو مراسمو کې د اونټاریو ورزشکارانو ټولنې کلنۍ لاسته‌راوړنې هم وړاندې شوې.

د اونټاریو ورزشکارانو ټولنې مشرتابه د دې ټولنې د تېر یوه کال فعالیتونو راپور وړاندې کړ، ویې ویل چې د راتلونکي لپاره د ورزش او ورزشکارانو د لا ودې او پرمختګ په موخه نوې پروژې او پلانونه لري.

د ورزشکارانو او ګډونوالو په خبره، دغه ډول غونډې نه یوازې د ورزشکارانو د هڅونې، بلکې په ټولنه کې د ورزش فرهنګ د ودې لپاره هم ګټورې تمامېږي.

د یادونې ده، د غونډې په پای کې د ټنګ ټکور پرواګرام هم و چې په کې افغان سندرغاړي حامد جلالي په زړه‌پورې وطني سندرې وویلې او د ګډونوالو له خوا په چک‌چکو بدرګه شوې.

Views: 10