په زده‌کړه بندیز، خو زرګونه نجونې لا هم انلاین درسونه لولي!

اکتوبر 28, 2025

په داسې حال کې چې د افغانستان زرګونه نجونې له زده‌کړې بې‌برخې شوې دي، خو د اوتاوا کابل نړېوال د زده‌کړې مرکز (OGEC) د زرګونه افغان نجونو لپاره د زده کړې انلاین زمینه برابره کړې ده.

 دا موسسه، چې د بهر میشتو افغان متخصصینو په ګډو هڅه جوړه شوې، هڅه کوي چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د افغان نجونو لپاره په مختلفو برخو کې د زده کړو زمنیه برابر کړې.

په دې ځانګړې مرکه کې، د اوتاوا-کابل نړېوال د زده‌کړې مرکز (OGEC) مشر ډاکټر محمد نصیر جاله د خپل بنسټ د موخو، لاسته‌راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې کړې دي.

په مرکه کې د افغان نجونو د زده‌کړې پروګرامونه، د انګلیسي ژبې کورسونه، د کابل انلاین طبي پوهنتون او د ښځینه ډاکټرانو د لوړو زده‌کړو پروژې په اړه معلومات وړاندې کېږي.

تاسو کولای شئ دغه مرکه د وصال ټلوېزیون له یوټیوب چینل وګورئ.

Views: 2