ټورنټو کې د «بریالي ماموریت» په نوم د عبدالجبار نعیمي د کتاب مخکتنه وشوه

اکتوبر 20, 2024

د کاناډا په ټورنټو ښار کې د «بريالي ماموريت» په نوم د حکومتي خدمتونو او سیاسي تجربو په اړه په مخکني حکومت کې د بېلابېلو ولایتونو د والي عبدالجبار نعیمي د کتاب مخکتنه وشوه.

د دغه کتاب د مخکتنې په پار جوړو شوو مراسمو کې بېلابېلو سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي څېرو ګډون کړی و چې د نعیمي د کتاب محتوا یې وستایله او دغه اثر یې د افغانستان په معاصر تاریخ کې یو مهم او ارزښتناک سند وباله.‎

د ناستې په پای کې ګډون‌والو عبدالجبار نعیمي ته د دغه ارزښتناک اثر د چاپ مبارکي وویله او غوښتنه یې ترې وکړه چې په دې برخه کې نور اثرونه هم ولیکي.

Views: 18