عدم تشدد او انقلاب؛ له ګاندي تر منظور پښتین

اکتوبر 21, 2025

خپرونه له مهاتما ګاندي د عدم تشدد د فلسفې او د هند د خپلواکۍ له سوله‌ییز غورځنګ پیل کېږي، چې ولس د تاوتریخوالي پر ځای د سولې، صبر او ثبات له لارې د نړۍ ستر استعمار ماتوي.

خپرونه د مهاتما ګاندي د عدم تشدد له فلسفې او د هند د خپلواکۍ له سوله‌یز غورځنګ څخه پیل کېږي، هغه غورځنګ چې ولس ته یې وښودله، د تاوتریخوالي پر ځای د سولې، صبر او ثبات له لارې هم د نړۍ ستر استعمار ماتېدلی شي.

وروسته د نلسن منډیلا د مبارزې یادونه کېږي؛ هغه مبارزه چې د سویلي افریقا د نژادي تبعیض پر ضد د انسانیت، مساوات او د ظلم پر وړاندې د مقاومت نښه وګرځېده.

خپرونه د برلین د دیوال د ړنګېدو پېښه هم رانغاړي، چې د ختیځ او لویدیځ جرمني د یووالي او د سړې جګړې د پای سمبول بلل کېږي.

په خپرونه کې د باچا خان او د هغه د خدايي خدمتګارانو غورځنګ هم څېړل کېږي، چې څنګه یې د تعلیم، یووالي او مدني مبارزې له لارې د استعمار پر ضد د ولسي مقاومت بنسټ کېښود او د عدم تشدد فلسفه یې د پښتنو د ټولنیز بدلون الهام وګرځاوه.

په وروستۍ برخه کې، خپرونه د همدې فکري تسلسل نوې څېره، د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) ته ځي، هغه مدني خوځښت چې د پښتنو د حقونو، بشري عدالت او سیاسي شعور د راویښولو لپاره سوله‌ییزه مبارزه کوي.

په ټوله کې، خپرونه دا پوښتنه ځوابوي چې څنګه ولسي خوځښتونه، له تاوتریخوالي پرته، د انسان د ازادۍ او کرامت د دفاع له لارې د تاریخ لوری بدلولی شي.

بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب چینل وګورئ.

Views: 3