ملي مرکه؛ د افغانستان سیاسي ستونزې او د بهر مېشتو افغانانو ګډ غږ

اگست 11, 2025

د امریکا د کالیفورنیا ایالت د سکرمېنټو ښار کې د اګست په ۹مه د ملي مرکې غونډه وشوه. دا ناسته د لندن او برلین د غونډو په دوام ترسره شوه او په کې د افغانستان علمي، سیاسي، ديني او فرهنګي څېرو ګډون کړی و.

ګډونوالو د ملي یووالي، سولې او پرمختګ په اړه خبرې وکړې.

د غونډې ډېرو ګډونوالو ټینګار کاوه چې له قومي مسایلو څخه ابزاري ګټه اخیستل د نفاق لوی لامل دی او باید ټولنه په پوهاوي او زده‌کړو کې پیاوړې شي. د ویناوالو په باور، د هېواد ستونزې یوازې افغانان خپله حل کولی شي، نه پردي.

Views: 5