د جمهوریت شل کاله؛ له جمهوري نظام سره د اسلامي‌ حزب د سولې مذاکراتي‌ پلاوي‌ مشر انجنیر محمد امین کریم سره مرکه

جولای 26, 2024

د جمهوریت شل کاله پاډکاسټ لړۍ په دې بحث کې د جمهوریت په دوره کې د حکمتیار په مشري د اسلامي‌ حزب په فعالیتونو،‌ له جمهوري‌ نظام سره د اسلامي‌حزب د سولې په هوکړه لیک،‌ د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو او د دغو دوو مذاکراتو د توپیرونو ترڅنګ د جمهوري‌ دولت په سقوط‌ خبرې کړې دي. زموږ میلمه له جمهوري نظام سره د اسلامي‌ حزب له خوا د سولې مذاکراتي‌ پلاوي‌ مشر انجنیر محمد امین کریم دی. انجنیر کریم د دولت په ستونزو، د دوی په وسلوال مخالفت، افغان ملي اردو او نورو موضوعاتو هم بحث کړی دی.

د پاډکاسټ په دې خپرونه کې د جمهوریت د پرمختګونو، نیمګړتیاوو، سقوط، د طالبانو بیا واکمنېدو او نورو موضوعاتو په اړه له شنونکو سره ځانګړې مرکې کېږي.

Views: 116