دا ځل مو انګلیسي ژبې ته «د یوویشتمې پېړۍ دوزخ» په نوم کتاب له ژباړونکي عزت‌ګل صافي سره ځانګړې مرکه کړې ده؛ په دغه کتاب کې د شهید ګیلا‌من وزیر د زندان د وخت زړه‌‌بوږنوونکې خاطرې بیان شوې دي.

دغه کتاب یوازې د یوه انسان کیسه نه، بلکې د پښتونخوا د هر پښتون د محرومیتونو، کړاوونو او مبارزو رښتینی انځور وړاندې کوي.

له صافي سره په دې مرکه د دغه کتاب د ژباړلو د انګېزې، د ژباړې پر مهال د ننګونو، د دغه کتاب د نړۍ‌وال اهمیت او دغه راز په کتاب کې د ترخو او تاریخي خاطرو د اغېزو په اړه بحث او خبرې شوې دی.

بشپړه مرکه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب چینل کې کتلی شئ!

Views: 3