په کاناډا کې د مطیع الله تراب یاد غونډه

جولای 19, 2025

په کاناډا کې افغان فرهنګي او ادبي شخصیتونه د نامتو شاعر او لیکوال ارواښاد مطیع‌الله تراب د فاتحې او یادغونډې په مناسبت راټول شول.

غونډه د “افغان ټولنیزو خدمتونو” په کوربه‌توب ترسره شوه، چې په کې د تراب پر ادبي مسیر، شعري بغاوت او فرهنګي میراث ژور بحث وشو.

ګډونوالو د هغه شعرونه د شعور روزنې یوه لویه هماسه وبلله او ویې ویل چې تراب د خپل ملت د دردونو ژباړن و.

په پای کې د هغه په یاد مرثیې واورول شوې، چې د درد، یاد او درناوي فضا یې لا ژوره کړه.

Views: 3