ټورنټو کې د پولیسو له افسر مصطفی پوپلزي سره ځانګړې مرکه

جون 28, 2024

دا ځل مو ځانکړې مرکه کې د ټورنټو د پولیسو افسر مصطفی پوپلزی مېلمه دی.

پوپلزی یو له هغو افغانانو دی چې د کډوالۍ له ستونزو سره د مبارزې ترڅنګ یې له شته فرصتونو ښه استفاده کړې ده او د کاناډا د پولیسو لیکو کې یې ځان د افسرۍ تر منصبه رسولی دی.

په دې مرکه کې مو له نوموړي سره د پولیسو لیکو کې د نوو افغان کډوالو د جذب، د جرمي سابقې او په ټوله کې د کاناډا د حقوقي کړنلارې عامه پوهاوي په اړه بحث او خبرې کړې دي چې پام مو ورته رااړوو.

بشپړه مرکه د وصال ټلوېزیون پر یوتیوب چینل کتلای شئ.

Views: 10