د جمهوریت شل کاله؛ په تېر حکومت کې د سولې عالي شورا د دارالانشاء له مرستیال مشتاق رحیم سره مرکه

اگست 1, 2024

د جمهوریت شل کاله پاډکاسټ لړۍ دغه بحث کې په تېر حکومت کې د سولې عالي شورا د دارالانشاء له مرستیال مشتاق رحیم سره په افغانستان کې د سولې او مصالحې، د تير جمهوري نظام له پیله بیا د هغه تر پرځېدو په مختلفو مراحلو کې د ولسمشرانو او نورو سیاسیونو پر اقداماتو غږېږو.

له رحیم سره په دې هم غږېدلي یو چې طالبان له بیا واکمنېدو مخکې د سولې موضوع ته په کومه سترګه کتل او اراده یې څه وه؟ په ټوله کې په دې بحث کې له مشتاق رحیم سره د سولې په تړاو تخنیکي او تفصیلي بحث شوی دی.

د پاډکاسټ په دې خپرونه کې د جمهوریت د پرمختګونو، نیمګړتیاوو، سقوط، د طالبانو بیا واکمنېدو او نورو موضوعاتو په اړه له شنونکو سره ځانګړې مرکې کېږي.

Views: 122