له محمدعمر داوودزي سره د افغانستان پر تېر او روان سیاسي وضعیت ځانګړې مرکه

جنوري 27, 2025

که څه هم له یوې خوا طالبانو په زیاتېدونکي ډول پر افغانستان خپله ولکه ټینګه کړې او دغه حاکمیت په نږدې نیمه پېړۍ کې په دغه هېواد کې تر ټولو پیاوړی یادېږي، خو پر وړاندې یې د مخالفت د غږونو منسجمېدو هڅې هم کېږي؛ ډېر فکر کوي چې طالب واکمنانو خپله دا زمینه برابره کړې چې د خلکو زړونه ترې ساړه او ماړه شي.

دغه راز د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار بېساري بندیزونه، کله ناکله د ځینو جبهو په نوم په افغانستان کې د بریدونو ادعاوې او په بهر کې د اوسني نظام پر وړاندې د ځینو پخواني سیاستوالو ناستې او هڅې اوسني نظام ته لویې ننګونې شمېرل کېږي.

په دې اړه د بحث لپاره مو نن خپرونه کې محمدعمر داوودزی مېلمه دی؛ داوودزي د سولې چارو کې د مخکني ولسمشر محمداشرف غني د ځانګړي سلاکار، په پاکستان او ایران کې د افغانستان د سفیر، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر د مشر او د کورنیو چارو د وزیر په توګه دندې ترسره کړې دي.

دغه راز په دغه بحث کې د سولې خبرو ناکامېدو، د امرالله صالح له خوا د سولې هڅو سبوتاژېدو، کلونه مخکې له ملا برادر سره په اسلام‌اباد کې د داوودزي د لیدنې څرنګوالي او ارګ کې د پاکستان د نفوذ په اړه هم خبرې شوې چې پام مو ورته را اړوو؟

Views: 5