کاناډا کې د مورنۍ ژبې نړۍوالې ورځې نمانځغونډه

فبروري 24, 2025

د کاناډا په ټورنټو کې پښتنو، بنګالیانو، بلوڅو، سندیانو او ځینو نورو د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ د بېلابېلو کلتوري او فرهنګي مراسمو په ترسره کولو ونمانځله.

د فبرورۍ ۲۱مه چې د کب میاشتې له دویمې سره برابره ده، د ملګرو ملتونو د علمي، ښوونیز اوفرهنګي سازمان (یونیسکو) له خوا د «مورنۍ ژبې» په نوم نومول شوې ده او هر کال په ګڼوهېوادونو کې نمانځل کېږي.

په دې نمانځغونډه کې چې د پښتون کونسل کاناډا (Pashtun Council Canada) له خوا جوړه شوې وه، په کاناډا کې د لر او بر پښتنو مدني فعالانو، سیاستوالو، استادانو، شاعرانو او لیکوالو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د پښتو، بنګالي، بلوڅي او سندي ژبو لیکوالانو او هنرمندانو د مورنۍ ژبې پر اهمیت ویناوې وکړې.

بشپړ راپور د وصال ټلوېزیون پر یوتیوب چینل کتلی شئ.

 

Views: 7