د وطن خاطرې؛ له ډاکټر امید احمد محمدي سره د جلاوطنۍ روژه‌ماتی

اپریل 5, 2024

“د وطن خاطرې” نننۍ خپرونه کې مو له ډاکټر امید احمد محمدي سره د زړه خواله کړي دي.

محمدي د خپل ژوند ډېره برخه په افغانستان کې د طبابت په برخه کې په زده کړو، تیره کړې ده او اوس له خپلې کورنۍ سره د کاناډا په ټورنټو ښار کې اوسېږي.

له نوموړي سره په دې خپرونه کې د هغه پر ژوندانه، کارونو او ټولنیزو فعالیتونو غږېدلي یو؛ د دې ترڅنګ مو؛ د کاناډا په روغتیايي سیستم او د روغتیا په برخه کې د افغان مسلکي کادرونو په رول مو ترې پوښتلي دي.

د وصال ټلوېزیون “د وطن خاطرې” خپرونه له بهر مېشتو افغان لیکوالانو، شاعرانو، پانګوالو، هنرمندانو او نورو مشهورو څېرو سره د وطن خاطرو په اړه بانډارونو ته ځانګړې شوې ده.

 

Views: 16