کاناډا کې د مالیاتي دوسیې جوړولو څرنګوالی (Taxes Filing)

فبروري 22, 2024

د کاناډا د اتباعو او دایمي اوسېدونکو ترڅنګ نوي راغلي افغانان هم مکلف دي که عاید ولري او یا هم که دولتي مرستي تر لاسه کوي، په دې اړه خپل کلنی راپور د دغه هېواد د عوایدو ادارې ته ورکړي.

د کاناډا عوایدو اداره (CRA) په دغه هېواد کې د مالیې او عواید چارې ترسره کوي، په یاد هېواد کې د تېر کال د عوایدو مالیه د فبروري له ۱۹ مې نېټي بیا د اپریل تر پایه پوري ټولېږي؛ نو هڅه وکړئ د تېر کال د عوایدو مالیه او خپل کلنی مالیاتي راپور مو د اپرېل تر ۳۰مې ورکړئ.

وصال ټلوېزیون په دې خپرونه کې په کاناډا کې د (HK Tax Professionals) کمپنۍ له مشر او د همدې برخې له کارپوه حسیب‌الله یوسفزي سره مرکه کړې ده چې تاسو یې لیدو او اورېدو ته رابولو.

په دې خپرونه کې د مالیاتي فورمونو ډکولو په اړه د خپلو پوښتنو او اندېښنو ځواب موندلی شئ.

Views: 21