کاناډا کې پښتانه د رخصتۍ ورځې چېرې تېروي؟

اگست 11, 2023

ټولنیز فعال جهان‌زیب چې د کاناډا په هیملټون ښار کې د مک ماسټر په روغتيايي مرکز کې رواني کارپوه دی، د رخصتۍ ورځې له خپلې کورنۍ سره د کاناډا په مشهورو سیاحتي ځایونو کې تېروي.

دغه راز د جهان‌زیب زوی خوشحال خان د مک ماسټر پوهنتون اقتصاد پوهنځي کې ماسټري کوي او ترڅنګ یې له امریکا کاناډا ته د وړو کښتیو سوداګري لري؛ هغه هم د اونۍ په رخصتیو کې له خپلې کورنۍ سره د ستړیا رفع کولو لپاره ساحلونو ته په مېله ځي.

د وصال ټلوېزیون خبریال عبدالباسط د جهان‌زیب کورنۍ له غړو سره د رخصتۍ په ورځو کې د هغوی پر بوختیاوو خبرې کړې دي.

جهان‌زیب وايي، پښتانه له مودو راهیسې تر فردي او ټولنیز فشار لاندې دي؛ دوی په بهرنیو هېوادونو کې هم درانه کارونه کوي؛ نو ځکه له خپلو دوستانو او کورنیو سره د وخت تېرولو لپاره فرصت نه پیدا کوي.

هغه دغه راز وویل، پښتانه باید کوښښ وکړي چې د رخصتۍ ورځې له خپلو کورنیو او ملګرو سره بهر په پارکونو او ساحلونو کې تېرې کړي څو له رواني ناروغيو سره مخ نه شي.

جهانزیب وايي: «زه له ځمکې سره مینه لرم او دا برکت دی؛ د کورنۍ له غړو او ملګرو سره یوځای‌والی ماته خوښي او انرژي راکوي.»

د هغه په خبره چې رواني ستونزې د کورنیو ژوند اغېزمنوي؛ د دې لپاره چې کورنۍ او د کورنیو غړي له خوښیو ډک او روغ ژوند ولري، اړتیا ده چې مشران ورته تفریحي فرصتونه برابر کړي او ملاتړ یې وکړي.

 

Views: 61