سرشمېرنه د ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره څومره مهمه ده؟

مارچ 21, 2025

افغانستان ښايي په نړۍ کې یوازېنی هېواد وي چې په ۲۱مه پېړۍ کې هم په ډېرو برخو کې دقیقه احصایه نه لري. د نفوسو په کډون په نږدې هره برخه کې یې احصایه پر اټکلونو ولاړه ده چې دغه کار د پلانونو په ګډون د هېوادنۍ او سیمه‌ییزې ښېرازۍ ټولې برخې اغېزمنې کړې دي.

د نفوس د څومره‌والي برخه کې د افغانستان د احصایې او نړۍوالو ادارو د شمېرو ترمنځ نږدې لس میلیونه تفاوت دی؛ په افغانستان کې د نفوسو په تړاو وروستۍ سروې په ۲۰۲۳ کال کې ترسره شوه، له دې مخکې په ۲۰۱۶ کې د سرشمېرنې په موخه له فضا د کورونو پراخه انځوراخیستنه وشوه چې د سیاسي ملحوظاتو له کبله یې جزئیات خپاره نه شول.

د دې ترڅنګ د افغانستان په نهو ولایتونو کې سرشمېرنه هم ترسره شوې چې خورا ډېرې نوې موندنې یې درلودې، خو هغه هم د سیاسي ناندریو ښکار شوه او جزئیات یې تر ډېره خپاره نه شول.

«ثبات خپرونه» کې مو نن پر همدې موضوع د کابل پوهنتون له پخواني استاد عطالله سیدزي سره چې په احصایوي ارزونو کې ښکېل پاتې شوی او اوس په امریکا کې په همدې برخه کې په تحقیق بوخت دی، بحث کړی چې پام مو ورته را اړوو.

Views: 7