د وطن خاطرې؛ کاناډا کې له مېشت افغان کبیر لاهوري سره د زړه خواله

دسمبر 9, 2024

د «وطن خاطرې» خپرونه کې مو دغه ځل په ټورنټو کې مېشت افغان کبیر لاهوري مېلمه کړی دی.

کبیر لاهوري په کاناډا کې ۳۴ کاله د کډوالۍ ژوند کړی؛ په دې موده کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوی، خو خپل همت یې نه دی بایللی، د نه ستړې‌کېدونکو هڅو په پایله کې یې اوس ځان ته ښه او ځانګړی ژوند برابر کړی او اولادونو یې هم د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده‌کړې کړې دي.

لاهوري که څه هم کلونه کېږي له خپل ټاټوبي لرې دی خو لا هم له خپل هېواد، خلکو او کلتور سره ځانګړې مینه لري او د خپل هویت په پاللو کې هڅاند دی.

له نوموړي سره مو په دې خپرونه کې د افغانستان د خوږو یادونو، د کډوالۍ ننګونو، بریاوو او په کاناډا کې د افغانانو د ژوند په اړه د زړه خواله کړي چې پام مو ورته را اړوو.

د دې خپرونې له لارې د افغان کډوالو د ژوند له کیسو، د هغو له قربانیو او بریاوو خبرېږئ.

Views: 8