روسیه کې د دوستي پوهنتون افغان استاد ډاکټر محمدحسن

سپتمبر 25, 2024

د «وطن خاطرې» خپرونه کې دا ځل یو ځانګړی شخصیت، استاد ډاکټر محمدحسن راسره مېلمه دی.

استاد ډاکټر محمدحسن چې اوس په کاناډا کې اوسېږي، د خپل ژوند لوړو ژورو، زده‌کړو، دندو او لاسته‌راوړنو په اړه غږېدلی او همدارنګه د خپل کلي، کور، خلکو او مهاجرت د ژوند ډېرې په زړه‌پورې او خوږې خاطرې یې بیان کړې دي.

د نوموړي د زده‌کړو دورو او کډوالۍ د ژوند کیسې ښايي د ډېرو لپاره الهام بښونکي او روزنیزې و اوسي.

دا چې هغه په افغانستان کې ښوونځي څرنګه پیل کړ، بهر ته یې علمي سفر څرنګه و، کاناډا ته په څه ډول راغی، کوم کارونه یې کړي او لاسته‌راوړنې یې څه دي؟ دا به ټول د «وطن خاطرې» په دې خپرونه کې تاسو ته وړاندې شي.

بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر یوتیوب چینل کتلی شئ.

Views: 9