د وطن خاطرې؛ د کاناډا اوتاوا ښار کې مېشت افغان انجنیر عبدالقیوم احمدزی

سپتمبر 13, 2024

دغه ځل «د وطن خاطرې» خپرونه کې راسره انجنیر عبدالقیوم احمدزی مېلمه دی. احمدزی چې نژدې ۳۴ کاله مخکې کاناډا ته راغلی، اوس د دغه هېواد پلازمېنه اوتاوا کې اوسېږي؛ عبدالقیوم احمدزي نږدې ۳۰ کاله د کانادا د دولت په مختلفو برخو کې او همدارنګه د کاناډا په ځینو مخکښو سترو شرکتونو په مهمو پروژو کې مخکښ رول ترسره کړي دی.

نوموړي په دې خپرونه کې په افغانستان کې له خپل کور او کلي خورا په زړه‌پورې کیسې او خاطرې او هغه ستونزې او لاسته‌راوړنې چې د کډوالۍ په دې اوږده موده کې ورسره مخ شوی، راسره شریکې کړې دي چې پام مو ورته را اړوو.

«د وطن خاطرې» خپرونه تر ډېره هغو افغانانو ته ځانګړې ده چې په بهر کې د کډوالۍ ژوند کوي خو هم‌مهاله یې پخوانیو یادونو او خاطرو له خپل وطن سره هم ژور تړاو پیدا کړی دی.

Views: 14