ټورنټو کې د افغان لوبغاړي هلمند الکوزي په ګډون د سوک‌وهنې نړۍواله سیالۍ

نوومبر 7, 2024

د کاناډا په ټورنټو ښار کې د سوک‌وهنې نړۍوالې سیالۍ ترسره شوې چې یوه افغان ورزشکاره هلمند الکوزي هم ګډون په کې کړی و.

د سوک‌وهنې دغه نړۍوالې سیالۍ د اکټوبر په ۱۹مه د یوه افغان هلمند الکوزي په ګډون د یو شمېر هېوادونو سوک‌وهونکو ترمنځ ترسره شوې.

الکوزی په دغو سیالیو کې له کاناډايي سیال سره ولوبېد چې د سوک‌وهنې افغان مینه‌والو پام یې ځان ته ور واړاوه.

د یادونې ده، دغو سیالیو ته د افغانانو ترڅنګ ډېر نندارچیان راغلي وو او سیالۍ یې په ډېر شور او ولولو سره ننداره کولې.

د سیالیو بشپړ جریان د وصال ټلوېزیون پر یوتیوب چینل وګورئ!

Views: 12