په نیاګرا فالز کې د هارون باچا کنسرټ – (۱) برخه

جون 27, 2024

د کاناډا په ښکلي ښار نیاګرا فالز کې خوږغږي پښتون سندربول هارون پاچا کنسرت ورکړ.

په دغه کنسرت کې چې د کاناډا پښتون کونسل غړو او د هغوی د کورنیو له خوا تنظیم شوی و، هارون پاچا ښکلې او په زړه‌پورې سندرې وویلې چې د ګډونوالو له تاوده هرکلي سره مخ شوې او په چکچکو یې بدرګه کړې.

په دغه یادګاري ماښام کې د پښتو موسیقۍ او کلتور ننداره هم جوړه شوې وه.

د کنسرټ لومړۍ برخه د وصال ټلوېزیون په یوټوب چینل کې وګورئ او دویمه برخه یې هم ژر خپرېږي.

Views: 11