دا ځل مو په غاټول ادبي خپرونه کې په ټورنټو کې مېشته لیکواله، ژباړونکې او ادبې څېره ډاکټر خالده نسیم مېلمنه ده؛ له نسیم سره مو د هغې له لوري انګلیسي ته د غني‌خان د شعرونو ژباړل شوې ټولګې، د غني‌خان د ادبي سبک، فکري نړۍ او ژوند په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د نسیم له خوا انګلیسي ته د غني‌خان د ژباړل شوو شعرونو یاده ټولګهEchoes from the Mountains (د غرونو انګازې) نومېږي چې په شمالي امریکا کې د غني خان د شعرونو انګلیسي ته لومړی ژباڼه ګنل کېږي.

دغه راز، خالده نسیم په دې خپرونه کې د خپل ژوند پر لوړو ژورو، مبارزو، خاطرو او ادبي هڅو هم مفصله غږېدلې ده چې پام مو ورته را اړوو.

Views: 8