په کاناډا کې د استاد الفت آهنګ د جنازې مراسم

مارچ 20, 2024

د افغانستان د کلاسیکې موسیقۍ، نامتو سندرغاړی او کمپوز جوړونکی استاد الفت آهنګ د جنازې مراسم پرون د مارچ په ۱۹مه د کاناډا په ټورنټو ښار کې تر سره شول په سلګونو ټورنټو مېشتو افغانانو په کې ګډوڼ درلود.

استاد الفت اهنګ چې اصلي نوم یې داد محمد و، د ور پیښې ناروغۍ له امله د خپل وطن له غېږې لرې د کاناډا د ټورنټو په یوه روغتون کې د ۷۰ کالونو په عمر د یکشنبې په ورځ (مارچ ۱۷) ساه ورکړې وه.

ګډونوالو د استاد الفت اهنګ مړینه د افغانستان د موسیقۍ په ډګر کې لویه تشه وبلله او خپله ژوره خواشیني یې څرګنده کړه.

نوموړی د افغانستان د کلاسیکې موسیقې په ډګر کې د طلایې غږ لرونکی هنرمند یادېده.

د افغانستان د موسیقۍ دې استاد په کلاسیکې موسیقۍ، سندرو ویلو او کمپوز په برخې کې ځانګړې وړتیا درلوده چې سلګونه سندرې یې ویلي او جوړې کړي دي.

د افغانستان د مخکني حکومت جمهور رئیس محمد اشرف غني، استاد الفت آهنګ ته په ۲۰۱۹ کال کې د افغان موسیقۍ لپاره د کړو خدمتونو له کبله د میر مسجدي خان مډال هم ورکړی و.

استاد الفت آهنګ په ۱۹۵۴ کال کې په افغانستان کې زیږیدلی و خو په هیواد کې د ناخوالو له کبله یې ډیر عمر په هند او کاناډا کې په کډوالۍ کې تیر کړ.

وصال ټلوېزیون د نوموړي د جنازي مراسمو ته پوښښ ورکړی او تاسو د ارواښاد د جنازي مراسمو لیدلو ته را بولي

Views: 14