له ټورنټو څخه تر اریانا پورې سفر؛ په پیټربورو کې د دې افغان کډوال د بریالیتوب راز څه دی؟

نوومبر 18, 2025

په «نړۍ کې د افغانانو کاروبارونه» خپرونه کې دا ځل د کاناډا د اونټاریو ایالت په پیټربورو ښار کې د «اریانا شورما کباب» رستورانت ته ورغلي یو؛ په دې لرې ښار کې افغان اجمل صدیقي د خلکو لپاره خپل رستورانت پرانیستی دی.

د دغه رستورانت مالک، اجمل صدیقي، د ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ شوی، خو د سخت کار، زحمت او دوامدارو هڅو په پایله کې توانېدلی چې د «اریانا شورما کباب» په نوم درې رستورانتونه پرانیزي.

د وصال ټلوېزیون خبریال د هغه رستورانت ته ورغلی او له صدیقي سره یې د رستورانت د خوړو، خدمتونو او د هغه د کډوالۍ د ژوند د سفر په اړه خبرې کړې دي.

بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون په یوټیوب چینل وګورئ!

Views: 4