د فرانکفورت د بورس بازار، د لویو مالي معاملاتو او میلیاردونو یورو سوداګریز مرکز

نوومبر 26, 2024

د فرانکفورت د سټاک ایکسچینج  کې هره ورځ سترې مالي او د میلیاردونو یورو معاملې ترسره کېږي. تاسو ښایي د وړو سوداګریو په اړه پوهېږئ، خو پوښتنه دا ده: لویې سوداګرۍ څه ډول کار کوي؟ خلک دا سترې معاملې څنګه ترسره کوي او د سټاک ایکسچینج بنسټونه څه دي؟

په دې خپرونه کې به تاسو ته د فرانکفورټ سټاک ایکسچینج په اړه معلومات درکړو، چې څنګه د اروپا تر ټولو زوړ سټاک ایکسچینج جوړ شو، د بورس د جوړېدو تاریخ، هغه لارې چارې چې دلته سوداګري درښيي او دا چې نن ورځ دا سیستم څنګه کار کوي؟

د فرانکفورټ سټاک ایکسچینج د نړۍوالو مالي بازارونو له مهمو مرکزونو څخه دی او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه پانګه‌وال د دې بازار برخه ګرځي. دا ځای نه یواځې د سوداګرۍ، بلکې د مالي زده‌کړو او تجربو لپاره هم مهم دی.

که تاسو د فرانکفورت ښار ښکلا، تاریخي او اقتصادي ارزښت او د دغه ښار د اقتصادي پیاوړتیا څرنګوالي ته علاقه لرئ، یا هم که تاسو غواړئ د مالي موسسو په اړه ډېر څه زده کړئ او یا غواړئ په ستاک ایکسچینج کې د پیسو ګټلو لارې چارې زده کړئ؛ نو دا خپرونه وګورئ.

Views: 6