طالبانو ته د تعلیمي‌ سیستم لپاره د پوهنې وزارت د یوه پخواني چارواکي‌ طرحه

دسمبر 12, 2024

د افغانستان د پوهنې وزارت پخواني مرستیال محمداصف ننګ طالبانو ته د هېواد تعلیمي سیستم لپاره یوه طرحه وړاندې کړې ده؛ په دې طرحه کې د نجونو د زده‌کړو او تحصیل ځنډېدل د افغانستان د بنسټونو نړېدل بلل شوي او په کې راغلي‌ چې که دغه بندیز دوه یا درې کاله نور دوام وکړي، افغانستان به د تل لپاره شاتګ سره مخ شي. د دې طرحې موخه بحثونو ته لارې پرانیستل ښودل شوي.

محمداصف ننګ په دې طرحه کې وړاندیز کړی چې د پوهنې وزارت دې بشپړ تدریسي شي او تشکیلاتي مسایل، لکه د کتابونو چاپ، وېش، ساتنه، مکتب جوړونه، د مامورینو ترفیعات، تنخواه او نور مسایل ترې بلې ادارې ته باید بیل شي.

ننګ دغه راز د ښوونځیو په ټولو ټولګیو کې د کتابونو حجم او شمېر د زده‌کوونکو لپاره زیات ګڼي او د یوه سیستم له مخې یې د کمېدو وړاندیز لري او وايي، له نهم ټولګي پورته د زده‌کړو په تخصصي کېدو سره د زده‌کړو معیار لوړ او ځوانان د مارکېټ اړتیا ته په کتو روزل کېږي. د همدې طرحې او په ټوله کې د افغانستان تعلیمي سیستم په تړاو د ثبات په دې خپرونه کې د پوهنې وزارت له پخواني مرستیال محمداصف ننګ سره بحث لرو چې پام مو ورته را اړوو.

Views: 6