د ایپي فقیر ناتمامه مبارزه او د پښتون ژغورنې غورځنګ تسلسل

اگست 2, 2025

د وصال ټلوېزیون د ځانګړو معلوماتي خپرونو په لړ کې، دا ځل د پښتنو تاریخي شخصیت، فقیر ایپي (میرزا علي خان وزیر)، د ژوند او مبارزې بېلابېل اړخونه تر ژورې څېړنې لاندې نیول شوي دي.

په دې خپرونه کې د فقیر ایپي نظامي مهارتونه، له افغان حکومت سره اړیکې او د پښتونستان د نظریې د زېږېدو عوامل توضیح شوي دي.

همداراز تحلیل شوې ده چې څنګه د هغه مبارزه، د وخت په تېرېدو، له پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) سره فکري او تاریخي تړاو پیدا کوي.

خپرونه دا هم تشریح کوي چې څنګه د ایپي فقیر وسله‌وال مقاومت او د باچا خان د عدم تشدد فلسفه، سره له توپیرونو، دواړه د انګریز پر وړاندې د ازادۍ لپاره مبارزې وې.

خو مهمه پوښتنه لا هم پاتې ده:

پښتنو د دغو متضادو لارو تر منځ کومه وټاکله؟

او دا فکري وېش د ننني سیاسي شعور پر بڼه څه اغېز لري؟

تاسو کولای شئ دغه معلوماتي خپرونه د وصال ټلوېزیون د یوټیوب چینل له لارې وګورئ.

Views: 3