امستردام – د نیدرلینډ زړه راښکونکې پلازمېنه

نوومبر 30, 2024

امستردام د نیدرلینډ زړه راښکونکې پلازمېنې ده. په دې پروګرام کې به موږ تاسو ته د دې ښکلي ښار مشهور او تاریخي ځایونه وښایو، چې د کانالونو، بډایه تاریخ او د ژوند کلتور په کې شامل دي.

زموږ سفر د امستردام له کانالونو څخه پیلېږي، چې د یونسکو نړیوال میراث برخه ګڼل کیږي. د ۱۰۰ کیلومترو څخه زیات اوبه‌لاري او له ۱۵۰۰ څخه زیات پلونه لري چې موږ ته د دې ښار ښکلا او تاریخ څرګندوي.

وروسته، موږ د دام څلورلارې او شاهي ماڼۍ لیدنه کوو چې د امستردام تاریخي زړه ګڼل کیږي. شاهي ماڼۍ، چې یو وخت د هالنډ د شاهي کورنۍ د استوګنې ځای و، د دې ښکلې معمارۍ او تاریخ یو ځانګړی او عجیب داستان وړاندې کوي.

همدارنګه، په انا فرانک کور کې، موږ د دویم نړیوال جنګ پر مهال د انا فرانک او د هغې کورنۍ زړه‌بوږنوونکي کیسه درته کو، چې خورا جالبي او حیرانوونکې پېښي دي. د دې پټ ځای څخه لیدنه کول او د انا اصلی ډایري لیدل یوه داسې تجربه ده چې ماضي او اوس سره نښلوي.

په پای کې، موږ د امستردام د بایسکل چلولو کلتور ته یوه کتنه کوو، چې ولي د دې ښار خلک له بایسکل سره دومره مینه لري او بایسکل چلونه یې د ژوند یوه مهمه برخه او کلتور جوړوي، په امستردام کې له ۸۰۰,۰۰۰ څخه زیات بایسکلونه شتون لري، چې دا ځای د بایسکل مینه والو لپاره یو جنت جوړوي.

Views: 120