کاناډا کې لوی اختر؛ د افغانانو راټولېدنه، لمونځ، جشن او تفریح

مې 29, 2026

د کاناډا د ټورنټو ښار په تورنکلیف پارک کې مېشتو افغانانو لوی اختر په دودیزو خوښیو ولمانځه. په دې اختریزې راټولېدنه کې ګڼ شمېر ځوانانو او ماشومانو ګډون کړی و، چې د اختر فضا یې لا رنګینه کړې وه.

ګډونوالو یو بل ته د اختر مبارکي ورکړه او د افغانستان د سولې، یووالي او سوکالۍ لپاره یې دعاوې وکړې. دې راټولېدنې د افغانانو ترمنځ د مینې، ورورولۍ او یووالي ښکلی انځور وړاندې کړ.

د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز د اخترونو او نورو ملي ورځو په مناسبت افغانان راټولوي، څو د خوښۍ دغه شېبې په ګډه ولمانځي.

دغه اختریز مراسم د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب وګورئ!

#لوی_اختر #کاناډا #ټورنټو #افغانان #اختر_مبارک #عید_قربان #کانادا #تورنتو #افغان‌ها #عید_مبارک

Views: 4