د وطن خاطرې؛ له نثاراحمد کریمزي سره د جلاوطنۍ روژه‌ماتی

مارچ 31, 2024

“د وطن خاطرې” نننۍ خپرونه کې دا روژه‌ماتی دلته د یوه افغان کدر نثاراحمد کریمزي کره راغلي یو.

کریمزي په افغانستان کې د جمهوریت مهال شاوخوا شلو کلونو کې مهمې دندې اجرا کړې دي خو اوس له خپلې کورنۍ سره د کاناډا په اوشاوا ښار کې اوسېږي.

له نوموړي سره په دې خپرونه کې د هغه پر ژوندانه، کارونو، ټولنیزو فعالیتونو او د کډوالۍ پر ناخوالو غږېدلي یو؛ د دې ترڅنګ مو د هغه د کورنۍ له غړو سره هم خبرې کړې دي؛ د افغانستان او کاناډا د ژوند تفاوتونو او د جلاوطنۍ روژې او روژه‌ماتي په اړه مو ترې پوښتلي دي.

د وصال ټلوېزیون “د وطن خاطرې” خپرونه له بهر مېشتو افغان لیکوالانو، شاعرانو، پانګوالو، هنرمندانو او نورو مشهورو څېرو سره د وطن خاطرو په اړه بانډارونو ته ځانګړې شوې ده.

Views: 35