انټاریو کې د افغان سوداګرو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

نوومبر 28, 2024

د کاناډا په انټاریو ښار کې د افغان سوداګرو ترمنځ د همغږي ناسته د بېلابېلو افغان سوداګرو او د انټاریو مېشتو افغان کډوالو په ګډون ترسره شوه.

دغه ناسته د کاناډا – افغانستان د سوداګرۍ شورا ( (Canada-Afghanistan Business Councilله لوري دوه ورځې مخکې (د نومبر ۲۶مه) د کاناډا په انټاریو ښار کې وشوه.

په غونډه کې د بېلابېلو سوداګریزو برخو افغان پانګوالو ګډون کړی و او د خپلو سوداګریزو فعالیتونو د لا ودې او پراختیا لپاره یې تجربې شریکې کړې.

د دې شورا رییس عزیز امیري د غونډې په پیل کې وویل، یاده غونډه یې په انټاریو کې د افغان سوداګرو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د تجربو شریکولو او ګډو سوداګریزو همکاریو ته د هڅونې په موخه جوړه کړې ده.

غونډه نه یوازې په اقتصادي برخه کې د افغان سوداګرو د رامنسجم کېدو لپاره ګټوره وه، بلکې هغوی ته یې د خپلو مسلکي مهارتونو شریکولو او پرمختګ لپاره هم یوه نوې لار پرانیسته.

په غونډه کې انټاریو ته تازه راغلو افغانانو هم ګډون کړی و چې د ویناوالو د تجربو په اورېدو سره یې وکولای شول د کاناډا د بازار په اړه معلومات ترلاسه کړي او له لارې یې هغه چارې تعیقیب کړي چې د کار په پیدا کولو کې ورسره مرسته کوي.

په یاده غونډه کې د افغان سوداګرو شبکې د لا پراختیا په اړه هم خبرې وشوې او ژمنه وشوه چې په راتلونکي کې به هم دغه ډول ناستې کوي، څو د سوداګرو ترمنځ همکاري لا پیاوړې او په کاناډا کې د افغانانو سوداګري نوره هم پراخه شي.

Views: 15