په کاناډا کې د ځمکې میاشت؛ اجکس کې د نیالګیو اېښودو پروګرام

اپریل 27, 2026

د کاناډا د اجکس ښار په روتاري پارک کې د نیالګیو اېښودو یو ټولنیز پروګرام ترسره شو. دغه پروګرام د ټورنټو او سیمې د طبیعت ساتنې ادارې (TRCA) له خوا تنظیم شوی و او د ټولنې غړو او رضاکارانو پکې برخه واخیسته.

ګډونوالو د نیالګیو په اېښودو سره د چاپېریال ساتنې او د شنو سیمو د پراختیا لپاره عملي ګام واخیست. دا پروګرام د اپرېل میاشتې، چې په کاناډا کې د «ځمکې میاشت» بلل کېږي، په مناسبت ترسره شوی و.

چارواکي وایي، دا ډول پروګرامونه د هوا د ککړتیا په کمولو او د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه کې مهم رول لري.

#کاناډا #ځمکې_میاشت #نیالګي #چاپېریال #اقلیم #TRCA #طبیعت

Views: 5