په برلین کې د پل فرهنګي او کلتوري ټولنې د پسرلني جشن نمانځنه

مارچ 24, 2026

پل فرهنګي او کلتوري ټولنې د جرمني په پلازمېنه برلین کې هومبولټ فورم او یو شمېر نورو فرهنګي موسسو سره په ګډه د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ورځ یا نوروز د بېلا بېلو فرهنګي پروګرامونو په وړاندې کولو سره ونمانځه.

د نوروز دغه جشن په برلین د جرمني د فرهنګي مرکز هومبولټ فورم په تاریخي ودانۍ او موزیم کې د افغانستان، ایران، ازبکستان او کردستان فرهنګي موسسو، فرهنګي ټولنو او هنرمندانو دوديزه موسیقي، دودیزې نڅاوې، د نوروز په اړه فرهنګي بحثونه او همدارنګه دسیمه ییزو خوړو او فرهنګي توکو نندارتونونه او شمېر نور فرهنګي پروګرامونه ترسره کړل.

له یاد جشن څخه د جرمني، اروپايي هېوادونو، د نوروز حوزې هېوادونو او افغانانو په ګډون تر پنځه زرو زیاتو مېرمنو، نارینه وو او ماشومانو لیدنه وکړه.

د پل فرهنګي او کلتوري ټولنه چې له تېر یوه کال راهیسې د جرمني په برلین کې د یو شمېر افغان فرهنګیانو او علم ګل سحر په مشرۍ فرهنګې فعالیت کوي په همدې جشن کې فعاله ونډه واخسیته او د افغانستان استازیتوب یې وکړ.

د نوروز په دغه فرهنګي جشن کې د پل فرهنګي او کلتوري ټولنې فعالو غړو او یو شمېر افغان هنرمندانو بېلا بېل فرهنګي پروګرامونه وړاندې کړل.

د پل فرهنګي ټولنې فرهنګي مسوول ابراهیم هوتک د افغاني فرهنګي توکو، لاسي صنایعو، کتابونو، افغاني جامو او خوړو ننداتون پرانېست.

بورا حقیقت د نوروز په اړه په یوه فرهنګي بحث کې ګډون وکړ او په افغانستان کې د نوروز پر ارزښت او په هغه کې د مېرمنو ګډون په اړه یې وينا وکړه.

رومان ایوبي او نعیمه غني د یوه فرهنګي بحث په ترڅ کې پل فرهنګی ټولنه لنډه معرفی کړه او همدارنګه یې په اوس مهال کې د افغان مېرمنو فرهنګي حال او ستونزې ګډونوالو ته وړاندې کړې.

د یادونې وړ ده چې د پل فرهنګي ټولنې غړو رومان ایوبي او نوريه پوپل د جشن په ترڅ کې ګډونوالو ماشومانو ته نکریزې کېښودې، افغاني سمنک او خواږه يې هم ووېشل.

د افغان هنر مندانو هنري ډلې (هېواد ګروپ) له خوا په زړه پورې اتڼ او افغاني نڅاوې ترسره شوې چې لیدونکو ډېرې خوښې کړې.

د نوروز د جشن په پای کې نامتو افغان سندرغاړو وجیهې او فرید رستګار خوندور سندریز کنسرت وړاندې کړ.

#نوروز #برلین #جرمني #افغانان

#Nowruz #Germany #Afghans

Views: 14