د کاناډا په ویندزور کې د نوروز او اختر لمانځنه- د افغان سیکانو دودیز اتڼ

اپریل 2, 2025

په ویندزور، کاناډا کې د مېشتو افغانانو له خوا د کوچني اختر او نوروز لمانځنه وشوه. په دې مراسمو کې د ویندزور ښاروالۍ استازي، افغان فعالان او د ټولنې نور غړي ګډون درلود.

د غونډې په ترڅ کې، د “هېنداره” بنسټ مشر، غوث الدین فروتن، د بنسټ د فعالیتونو او راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل. همدارنګه، زکیه ضرابي د پروګرام مشري کوله او د ویندزور افغانانو لپاره د ملاتړ پروګرامونه معرفي کړل.

په پای کې، د ویندزور د ښاروالۍ استازي ته افغاني غالیه ډالۍ شوه او د سیک افغانانو دودیز اتڼ هم ترسره کړ د غونډې تنظیمونکو ته ورستیو کې ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

د یادې غونډې مالي ملاتړ په دغه ښار کې مېشتو افغانانو، هېنداره بنسټ، Rotary Club of LaSalle، Nile، YMCA, UHC، South Asian Centre او  Winnersکړی و.

بشپړ راپور د وصال ټلوېزیون له یوټیوب چینل وګورئ.

Views: 3