باتو فرهنګي نندارتون؛ د هنر، موسیقۍ او بازار ګډه میله

اگست 14, 2025

د روانې میاشتې په ۱۵، ۱۶ او ۱۷مه نېټه، د کاناډا د ټورنټو ښار په ریچمنډ هیل کې د “باتو” په نوم هنري او فرهنګي نندارتون ترسره کېږي. دغه نندارتون د افغانستان، ایران او تاجکستان د خلکو په ګډ کوربه‌توب د فرهنګي همکارۍ او هنري تبادلې نوې هڅه ده.

سږنی نندارتون به نه یوازې د هنر او کلتور ښکلی انځور وړاندې کړي، بلکې د موسیقۍ ځانګړې څانګه به هم ولري، چې په کې به دودیز نغمې او محلي موسیقي په ژوندۍ بڼه نندارې ته وړاندې کېږي.

د نندارتون په اوږدو کې یو پراخ بازار هم پرانیستل کېږي چې په کې به بېلابېل توکي، دودیز لباسونه، خوراکي توکي، غلې، ګاڼې او نور هنري تولیدات د لیدونکو او پیرودونکو لپاره وړاندې شي.

د دې فرهنګي پروګرام د چمتووالي او ډیزاین، د موسیقۍ د څانګې تنظیم او د بازار د فعالیت په اړه د نندارتون مشر الله محمد کاکړ خبرې کړي دي چې ستاسو پام ور ته را اړوو.

د دې فېسټیوال د ویډیو ثبت، عکاسي او رسنیز پوښښ چارې د وصال رسنیزو خدمتونو ټیم ترسره کوي او د نندراتون رسنیز همکار دی. وصال ټلوېزیون هڅه کوي چې د نندارتون ځینې برخې په ژوندۍ بڼه د یوټیوب او نورو ټولنیزو شبکو له لارې خپلو لیدونکو ته وړاندې کړي.

Views: 2