بګرام؛ تاریخي، عصري ستراتېژیک مرکز او د نړۍ زبرځواکونو د سیالیو ډګر

سپتمبر 25, 2025

په دې ځانګړې خپرونه کې د بګرام د تاریخ، د ظاهر شاه د واکمنۍ تر نن ورځې پورې د هوايي اډې د جوړېدو بهیر، او د دې ستراتېژیک مرکز د اوسني اهمیت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شوي دي.

په خپرونه کې د کوشاني واکمنۍ پر مهال د بګرام ستراتېژیک ارزښت ته هم اشاره شوې ده. د کنیشکا په وخت کې بګرام د دوبي پلازمېنه وه او د ورېښمو د لارې په سیالیو کې یې ځانګړی ځای درلود.

دغه راز د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال د اډې رول، د امریکا او ناټو شل کلن پوځي حضور، د بګرام زندان دننه جوړښت او د اډې د جوړېدو څرنګوالی په تفصیل سره څېړل شوی دی.

په خپرونه کې همدارنګه د امریکا د احتمالي بېرته راتګ په اړه بحثونه، د چین او روسیې غبرګونونه او د افغانانو اندېښنې چې ښايي سیمه د یوې نوې جګړې پر لور بوځي، ژور تحلیل شوي دي.

تاسو کولای شئ دغه خپرونه د وصال ټلویزیون له یوټیوب چینل وګورئ.

Views: 2