کاناډا کې د افغان انځورګرانو هنري هڅې

فبروري 18, 2024

د افغانستان وتلی انځورګر، رسام او نازک‌خیال شاعر ومان نيازی دوه کاله مخکې کاناډا ته راکډوال شوی دی؛ هغه د دغه هېواد متنوع ټولنه کې خپلو اثارو ته لا هم سم بازار نه دی موندلی.

نوموړی که څه هم خپلې هيلې ژوندۍ ساتلې او هڅه کوي د هنر مینه‌والو ته لا ډېر څه ورکړي خو په کاناډا کې د افغان هنرمندان ترمنځ د اړیکو پر نشتوالي او نه همغږۍ اندېښنه څرګندوي او په ټورنټو کې د افغاني کلتوري ټولنې نشتوالی هم لویه تشه بولي.

وصال ټلوېزیون له ومان نیازي او د کاناډا په هملټون ښار کې د کډوالو کلتوري او هنري ټولنې (iART) له پخواني مشر ډاکټر یارمحمد تره‌کي سره د زړه خواله کړي او په هنر او انځورګرۍ یې ورسره خبرې کړې دي.

Views: 14