په کاناډا کې د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز د خپلواکۍ د ۱۰۶ کلونو یاد ژوندی کړ

اگست 24, 2025

په ټورنټو کې د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو ۱۰۶مه کالېزه ونمانځله.

په دې مراسمو کې چې ګڼ شمېر افغانانو ګډون کړی و، د ویناوو له ترسره کېدو وروسته د افغانستان یو شمېر کدرونو ته ایوارډونه ورکړل شول.

د پروګرام په دویمه برخه کې د افغانستان وتلې سندرغاړې «ښاپېرۍ نغمه» د خپلواکۍ د ویاړ په مناسبت ملي او حماسي سندرې وویلې، چې د ځوانانو د اتڼونو او ګډونوالو د تود هرکلي سره بدرګه شوې.

دغه مراسم او کنسرت په ژوندۍ بڼه د وصال ټلوېزیون د یوټیوب، فېسبوک او ټیک ټاک له لارې خپاره شول او زرګونه کسان له بېلابېلو هېوادونو څخه ورسره یوځای شول ترڅو د افغانستان د خپلواکۍ جشن په خوښیو او ټنګ ټکور سره ونمانځي.

بشپړ راپور د وصال ټلوېزیون په یوټیوب چینل کې کتلی شئ.

Views: 5