د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز (ANSS) د افغانستان خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۴مه کالیزه ونمانځله

اگست 25, 2023

د کاناډا په ټورنټو ښار کې مېشتو افغانانو د افغانستان خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۴مه کالېزه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.

د نمانځي یاده غونډه د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز (ANSS) له خوا د جمعې په ماښام جوړه شوې وه.

د خپلواکۍ په مناسبت نیول شوو یادو مراسمو ګڼ شمېر افغانانو ګډون کړی و او ویناوالو د خپلواکۍ پر ارزښت خبرې وکړې، سندرغاړو د هېواد خپلواکۍ په ویاړ حماسي سندرې وویلې او ګډونوالو د ملي اتڼ  په کولو سره خپله خوښي څرګنده کړه.

دا فغان ټولنیزو خدماتو مرکز د بورډ رییس انجنير سيداحمد ضيا مظهري وویل: «خوشحاله یم چې د داسې وطنپرستو هېوادوالو ترڅنګ کې یم چې له خپل وطن او ولس سره مینه لري او دغه احساس مو د استقلال د جشن په نمانځلو کې څرګند شو.»

د زمري ۲۸مه له انګرېزي ښکېلاکه د غازي امان‌الله خان تر قیادت لاندې د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو له ۱۰۴مې کالیزې سره برابره ده.

Views: 134