کاناډا کې د افغانانو د پناه‌غوښتنې په اړه د کډوالۍ له یوه وکیل سره ځانګړې مرکه

جولای 31, 2023

وروستیو دوو کلونو کې ګڼ شمېر افغانان له قانوني اسنادو پرته پر قاچاقي لارو، په ځانګړې توګه له برازیله د امریکا له لارې کاناډا ته راغلي دي.

وصال ټلوېزیون په کاناډا کې له مېشت افغان وکیل لهیب اکبرزاد (Laheeb Akbarzad) سره د افغان کډوالو د ستونزو، کېسونو نیمګړتیاوو او په ټوله کې د کډوالۍ غوښتنلیک په اړه ځانګړې مرکه کړې ده چې تر ډېره د کډوالو پوښتنو ته پکې ځوابونه ویل شوي دي.

 

Views: 24