جرمني کې د جایدادونو او ملکیتونو د پېر او پلور برخې مخکښ اجمل جاوېد

مارچ 2, 2024

د «بریالۍ څېرې» دا خپرونه مو د جرمني په فرانکفورټ ښار کې د جایدادونو او ملکیتونو د پېر او پلور برخې مخکښ اجمل جاوېد ته ځانګړې کړې ده.

نوموړي په لومړي سر کې په ډېره لږه پانګونه د جایدادونو او ملکیتونو د پېر او پلور کاروبار پیل کړی او په دې برخه کې یې ډېر پرمختګ کړی دی.

اجمل جاوېد چې د کابل ښار د بارانه سیمې اصلي اوسېدونکی دی، ۳۳ کاله مخکې جرمني ته تللی او او درې اولادونه لري.

نوموړی د افغانستان د ښېرازۍ او پرمختګ په هیله دی او غواړي خلکو ته د خدمت په موخه په خپل هېواد پانګونه وکړي.

Views: 11