په کاناډا کې د افغانانو لاریون؛ د پاکستان بریدونه وغندل شول

مارچ 5, 2026

د افغانستان پر خاورې او هوايي حریم د پاکستان د پرله‌پسې سرغړونو او هوايي بریدونو د غندنې په تړاو، د کاناډا په ټورنټو ښار کې مېشتو سلګونو افغانانو د سه شنبې په ورځ لاریون وکړ.

د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۹مه نېټه د پاکستان د هوايي ځواکونو له لوري پر کابل، ننګرهار، خوست او پکتیکا ښارونو ترسره شوي بریدونه، چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۱مې نېټې راهیسې هم د ټولو نړیوالو موازینو او د حسن همسایګۍ د اصولو پر خلاف دوام لري، د پراخو مادي زیانونو او د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو، د درنو مرګ‌ژوبلو لامل شوي دي. دغو کړنو د افغانستان دننه او بهر د افغانانو احساسات ژور ټپیان کړي دي.

له همدې امله، په کاناډا کې مېشت افغانان—ښځې او نارینه، ځوانان او مشران—په کاناډا کې د لسګونو زرو افغان هېوادوالو په استازیتوب، د ټورنټو په ښار کې راټول شوي وو،

ټورنټو میشتو افغانانو خپل د اعتراض او دادغوښتنې غږ نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو سازمان، د پاکستان حکومت او په افغانستان کې اوسني حاکمیت ته ورساوه، تر څو د لا زیاتو وینې تویېدو، د بنسټیزو تأسیساتو د ویجاړېدو او د بې‌دفاع ملکي وګړو د تلفاتو مخه ونیول شي.

#کاناډا #ټورنټو #افغانان #لاریون #پاکستان #هوايي_بریدونه #فرضي_کرښه #ملکي_مرګژوبله

Views: 3